په کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۳» پرانیستل شو.
دغه نندارتون چې د افغانستان د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت لهخوا جوړ شوی غالۍ، ټغرونه، زینتي وسایل، زراعتي محصولات او نور تولیدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
د کلیو د پراختیا او بیارغونې وزارت ویاند علي اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، په دغه نندارتون کې د هېواد له پنځو زونونو نه له سلو زیاتو وړو او متوسطو متشثینو ګډون کړی دی.
د دغه نندارتون اهداف، د ښاري او کلیوالو متشبثینو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول، بازار موندنه او د کاري فرصتونو برابرول ښودل شوي.