د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي چې له ترکیې سرهیې د هېواد "اړیکې په بشپړ ډول رغېدلي" دي.
پوتین پرون دوشنبه د روسيې په تفریحي ښار سوچي کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر کتنې وروسته وویل:
"د دوه اړخیزو همکاریو په اړه ویلی شم چې زموږ روابط په بشپړ ډول رغېدلي دي."
دواړو ولسمشرانو تر ډېره حده د سوريې پر وضعیت خبرې کړې دي.
د روسیې او ترکيې روابط دوه کاله مخکې چې د ترکيې هوايي ځواکونو د سوریې پولې ته نږدې، د روسيې یوه الوتکه وویشته، لا خراب شول.
خو د دواړو هېوادونو ولسمشرانو په دوامدار ډول، د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې کړې دي.