ترکمنستان نن سې شنبه د "RECCA" د غړو د اوومې غونډې کوربه دی

ترکمنستان به نن سې شنبه د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس "RECCA" د غړو هېوادونو د اوومې غونډې کوربه وي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د لاجوردو د لارې د قرارداد د لاسلیک تر څنګ، د افغانستان د ګاونډيو او سیمې د هېوادونو له لوري د مرستو پر څرنګوالي، پانګونې، سوداګرۍ او ټرانسپورتي همکاریو په اړه خبرې وشي.

د ریکا پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې دوه کاله مخکې، د "ریکا" په غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه د ۴۰ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې په نننۍ غونډه کې به د ګڼ شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو او اقتصاد وزیران او د نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس یا "ریکا" په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړ شوی او تر دې مخکې یې په کابل، استانبول، نوې ډېلي او اسلام‌اباد کې غونډې کړې دي.