عبدالله به نن سې شنبه د کتنو او خبرو لړۍ له امریکا پیل کړي

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن سې شنبه د کتنو او خبرو لړۍ له متحده ایالاتو پېل کړي.

ښاغلی عبدالله پرون له یو شمېر نورو افغان چارواکو سره امریکا ته ولاړ.

عبدالله عبدالله به په واشنګټن کې د امریکا کانګرس او په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې ویناوې کوي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس به تر متحده ایالاتو وروسته کاناډا ته ولاړ شي او هلته به د هالیفکس نړیوال امنیتي فورم "Halifax Security Forum" په غونډه کې خبرې وکړي.

په دې نړیواله غونډه کې به چې د جمعې په ورځ پیلېږي، د نړۍ د مختلفو هېوادونو او سازمانونو ۳۰۰ استازي ګډون کوي.