په ایران کې نن سې شنبه ملي ماتم دی.
د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کې د زلزلې له امله د مړو شمېر نږدې ۴۵۰ ته رسېدلی دی.
دواړو خواوو ته، د ژغورنې ډلې لا هم د هغو کسانو په لټه کې دي چې تر خاورو او نړېدلو ودانیو لاندې شوي دي.
ویل کېږي چې د زلزلې له امله ډېر تاوان د ایران په کرمانشاه ولایت کې رسېدلی دی.
نړیوالو خبري اژانسونو د ایران د نیمه دولتي رسنۍ تسنیم او د بېړنیو خدماتو د ادارې د رئیس پیر حسین کولیوند په حواله تائید کړې چې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژل شوي او د ټپیانو شمېر له ۷۳۰۰ پورته تللی دی.
د عراق لوري ته هم د چارواکو په وینا، اووه مړه او ۵۳۰ تنه زخمیان شوي دي.
د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې ویلي چې د یکشنبې په ماخوستن د زلزلې چې د ایران او عراق سرحدي سیمې وځپلې، شدت ۷،۳ درجې او مرکز یې ۳۳،۹ کېلو متره تر ځمکې لاندې و.
په زلزله ځپلو سیمو کې خلک وايي چې د څښاک پاکو اوبو، د ماشومانو لپاره خوراکي موادو، کمپلو او خیمو ته سخته اړتیا لري.