په بلخ ولایت کې د اقتصاد ریاست مسؤلين وايي چې ۶ محلي او نړیوالې مؤسسې دغه ولایت کې په دې دلیل منحل شوې چې خپل کلني راپورونهیې یادې ادارې ته نهو وړاندې کړي او په پام کې ده چې تر ۲ میاشتو به نورې ۱۸ مؤسسې هم منحل شي.
د بلخ د اقتصاد ادارې مشر انجینر جنت ګل شرافت ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په روان کال کې د افغانستان په سطحه ۲۲۴ نړیوالې او داخلي مؤسسې په دې دلیل منحل شوي چې کلني راپورونهیې دولت ته نهوو وړاندې کړي.
د ښاغلي شرافت په خبره چې ۴۲۶ نورې مؤسسې به تر راتلونکو ۲ میاشتو منحل شي، چې ۱۸ یې یوازې په بلخ کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال هم له ۱۰ ډېرې نړیوالې او کورنۍ مؤسسې په دې دلیل بلخ کې منحل اعلان شوې چې د دوو کلونو لپارهیې پرلهپسې خپل راپورونه د اقتصاد ادارې ته نهوو وړاندې کړي.