له هغې سختې زلزلې وروسته چې د ایران او عراق ترمنځ پولهیې ډېره لړزولې، د ژغورنې کارکوونکي او خلک د ویجاړو شویو ودانیو له خاورو او خښتو لاندې په ژوندي پاتې شویو کسانو پسې لټون ته دوام ورکوي.
په ایران کې د دغې زلزلې د قربانیانو شمېر له ۳۴۰ تنو زیات شوی او د ټپیانو شمېرهیې هم شااوخوا ۴ زره کسانو ته رسېږي.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت په وینا، دغې زلزلې چې شدتیې د ریښتر په اندازه ۷،۳ ثبت شوی، په کرمانشاه ولایت کې خلکو ته ډېر تلفات رسولي دي.
دې وزارت ویلي چې د دغې زلزلې له امله په هېواد کې ۳۳۶ کسان مړه او نږدې ۴ زره کسان ټپیان شوي دي.
د سوما صفاري په نوم د ایران د کوردستان ولایت د سنندج د سیمې یوې اوسېدونکې د ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل:
"کور سخت ټکان وخوړ او له الماریو هر څه راولوېدل، خلک ډېر وېرېدلي او ډېر په خپلو موټرو کې سپاره شول او سړکونو ته ولاړل."
- پخواني معلومات
د ایران او عراق ترمنځ پوله کې د سختې زلزلې د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۳۲۸ کسانو او د ټپیانو شااوخوا دونیم زره کسانو ته لوړ شوی دی.
له دې مخکې ایراني چارواکو د لږ تر لږه ۲۰۷ تنو د وژل کېدو او د شااوخوا ۱۷۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، دغې زلزلې چې شدتیې د ریښتر په اندازه ۷،۳ ثبت شوی، په کرمانشاه ولایت کې یې خلکو ته ډېر تلفات رسولي دي.
د دغې زلزلې ټکانونه په ټوله سیمه، له ترکیې نیولې تر کوېټ پورې احساس شوي دي.
عراقي چارواکو هم د لږ تر لږه ۷ تنو د وژل کېدو او له ۳۲۰ زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
د زلزلې مرکز د عراق په شمال ختیځ کې د حلبچه ښار د جنوب لوېدیځ په ۳۲ کېلو مترۍ کې و.
د ایران د رسمي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې د تلفاتو شمېره ښايي لوړه شي.