یوه ډله تحصن کوونکو نن دوشنبه د کرکټ بورډ پر وړاندې د تحصن خیمه ودروله.
د دغه تحصن یوه تنظیمونکي ضیا ودان ازادي راډيو ته وویل، کرکټ د ناکامۍ په لوري روان دی او که مشرانیې بدل نهشي دوی به د تحصن تر څنګ د کرکټ بورډ د عمومي رئیس او اجرائیه رئیس د فساد اسناد هم محکمې ته وسپاري.
د افغانستان کرکټ بورډ بیا وايي چې تحصن کوونکو د خپلو شخصي ګټو په خاطر په دغه عمل لاس پورې کړی دی.