د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په روحاباد سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان نن دوشنبه وروسته له غرمې د ۰۳:۳۰ په شااوخوا کې موټر بمب چاودنه شوې.
د کندهار د والي ویاند قدرتالله خوشبخت پېښه تائیدوي، خو په دې اړهیې معلومات ورنهکړل چې دغه پېښه انتحاري حمله وه او که له چاودېدونکو موادو ډک په سیمه کې درول شوی موټر و.
ښاغلي خوشبخت د تلفاتو په اړه هم جزئیات ورنهکړل.
په ورته وخت کې یوې سرچینې چې نهیې غوښتل نومیې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې برید انتحاري حمله وه چې د یوه ټونس موټر په وسیله ترسره شوی دی.
تر اوسه د پېښې مسؤلیت چا نهدی اخیستی.
دا په تېرو دوو میاشتو کې په کندهار پر بهرنیو پوځیانو درېیمه حمله ده.