د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ يې د حملې مخنیوی کړی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې څلورو وسلهوالو غوښتل چې لومړی د ولسوالۍ په لومړي قرول کې د هاموې ټانګ په وسیله موټر بم چاودنه وکړي او وروسته نور وسلهوال ولسوالۍ ته ننوځي.
د سرچینې په وینا حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لهخوا لهمنځه وړل شوي او موټر بم خنثی شوی دی.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.