په پکتیا کې دوه عصري او معیاري سړې خونې جوړېږي

تمه ده چې په پکتیا کې دوه عصري او معیاري سړې خونې جوړې شي.

د پکتیا د کرنې او مالدارۍ رئیس ولید احمد تسل نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې هره سړه خونه به د څه باندې ۵۰۰ ټنه سبزیو او مېوو د ساتلو ظرفیت ولري.

ښاغلی تسل وایي چې دغه سړې خونې د کرنې وزارت په مالي ملاتړ، د څه باندې شپږ میلېونه ډالرو په ارزښت جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړې خونې هر یوه په پینځه پینځه جرېبه ځمکه کې جوړېږي.