پسرلی: ډېر ژر به د سوداګرۍ ملي ستراتېژي جوړه شي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي، ډېر ژر به د سوداګرۍ ملي ستراتېژي جوړه شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام‌الدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د نوامبر په ۲۵مه په دې اړه په کابل کې د خصوصي سکټور استازي راټولېږي او د ستراتېژۍ په اړه خپل نظرونه شریک کوي.

نوموړي د دغې ستراتېژۍ د هدف په اړه وویل:

"د دغې ستراتېژۍ هدف دا دی چې زموږ سوداګریزې اړیکې څنګه پراخې شي، له کومو لارو استفاده وکړو او له کومو هېوادونو سره صادرات ولرو."

ښاغلی پسرلی وایي، دغه ستراتېژي د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د نړیوال سوداګریز سازمان له‌خوا جوړېږي.