د امریکا پوځ وايي، نایجر ته‌یې خپل کارپوهان استولي

د امریکا پوځ وايي، په نایجر کې د اکټوبر د څلورمې نېټې د برید په اړه د تحقیقاتو لپاره‌یې خپل کارپوهان دې هېواد ته استولي دي.

د اسلام‌پالو اورپکو په دې برید کې ۴ امریکایي او ۴ د نایجر سرتېري ووژل شول.

په افریقا کې د امریکا پوځي قرارګاه پرون وویل، دا څېړنې په امریکا، افریقا او اروپا کې د امریکايي اېجنسیو د پراخو تحقیقاتو یوه برخه ده او هدف‌یې د دې حملې د څرنګوالي معلومول دي.

د امریکايي څېړونکو له ډلې سره د نایجر پوځیان هم ملګري دي.

واشنګټن پوسټ د کلیوالو عیني شاهدانو په حواله خبر ورکړی چې په دې حمله کې د یوه وژل شوي امریکا بریدګي لا دېوېد جانسن مړی په داسې حال کې موندل شوی و چې لاسونه‌یې تړلي وو او د ککرې شااوخوا ته‌یې یو لوی زخم لیدل کېده.

د دې معنی دا ده چې نوموړی ښايي لومړی نیول شوی او وروسته اعدام شوی وي.

پنټاګون وايي چې تر دې دمه دا راپور نه‌شي تائیدولای.