د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته په یوه کلنۍ سرمشریزه کې له ګډون مخکې پرون ناوخته په مانیل کې په یوه پرتمینه ماښامنۍ کې برخه واخیسته.
ټرمپ او دوترته د ۱۹ مشرانو په ډله کې دې مېلمستیا ته چې په مانیل کې جوړه شوې وه ورغلي وو.
په دې غونډه کې دوترته د فیلیپین یوه نامتو رومانټیکه سندره وبلله او ویېویل چې په ده پسې د ولسمشر ټرمپ وار دی.
د دې سندرې په یوه بیت کې ویل کېږي چې ته زما د نړۍ رڼا یې او زما دا نیم زړګی ستا دی.
ټرمپ اسیا ته د خپل ۱۳ ورځني سفر په وروستي پړاو کې فیلیپین ته رسېدلی او ټاکل شوې چې هلته به د جنوب ختیځې اسیا د ټولنې ازیان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.
مانیل ته د ټرمپ له رسېدو مخکې د مظاهرو ضد پولیسو پر هغو مظاهرهچیانو اوبه وشیندلې چې د امریکا ضد شعارونهیې ورکول او غوښتلیې د امریکا سفارت ته ننوځي، خو پولیسو یې مخه ونیوله.
فیلیپین د امریکا پخوانۍ مستعمره ده.