په پام کې ده چې د افغانستان په اړه د سیمهییزې همکارۍ د ټولنې "ریکا" غونډه سبا سې شنبې د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې جوړه شي.
تمه ده د ولسمشر د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ یو پلاوی په دې غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.
د ښاغلي دانش د دفتر مرستیال محمد رشید محمدي په دې اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل:
"یو شمېر افغان پانګهوال هم د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د پلاوي په ترکیب کې په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون عشقآباد ته ولاړل."
د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، افغان پانګهوال به د سوداګریزو فرصتونو او له منځنۍ اسیا سره د ترانزیټي ستونزو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.