د لبنان ولسمشر میشل عون: د حریري ازادي ریاض کې محدوده شوې

د لبنان جمهور رئیس میشل عون وايي، د صدراعظم سعد حریري ازادي په ریاض کې محدوده شوې ده.

دا څرګندونې داسې وخت کې کېږي چې د راپورونو پر اساس سعد حریري له خپلې خوښې پرته په ریاض کې ساتل کېږي ان تر دې چې د نومبر په څلورمه‌یې خپله استعفا هم اعلان کړه.

سعد حریري تېره اوونۍ د لبنان له صدراعظمۍ استعفا اعلان کړه او ویې‌ویل په لبنان کې یې امنیت خوندي نه‎دی.

حریري پرون په عربستان کې له استعفا وروسته لومړی وار مرکه وکړه او ویې‌ویل، راتلونکو ورځو کې خپل هېواد ته ستنېږي او چا استعفا ته نه‎دی اړ کړی.

سعودي عربستان دا موضوع رد کړې چې ګواکې سعد حریري له رضایت پرته په ریاض کې ساتل کېږي او یا هغه استعفا ته اړ ایستل شوی و.