د عربلیګ ټولنه به همدا اوونۍ په قاهره کې یوه خاصه غونډه وروغواړي څو د هغه څه په اړه چې په سیمه کې د ایران سرغړونې بلل کېږي، بحث وکړي.
د فرانسې خبري اژانس ته د لېږل شوي یادداشت پر اساس دا غونډه د سعودي عربستان په غوښتنه ترسره کېږي.
د ایران او سعودي ترمنځ په سیمه کې لانجو هم زور اخیستی دی.
په قاهره کې د عربلیګ ټولنې د غونډې د ترسره کولو هدف پر ریاض باندې د یمن د حوثي یاغیانو لهخوا د راکټي حملې څېړل یاد شوي.
اخوا د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان ایران تورنوي چې د یمن حوثي یاغیان په بالیسټیک راکټونو سمبالوي څو عربستان هدف وګرځوي.
ایران پر ریاض باندې په وروستۍ راکټي حمله کې چې شنډ شوې هم وه لاس لرل رد کړي او د عربستان غبرګونیې پاروونکی بللی دی.