عبدالله عبدالله پر امنیتي وضعیت له جنرال نېکلسن سره غږېدلی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په امنیتي وضعیت باندې د غوڅ ملاتړ د مأموریت له عمومي قوماندان سره خبرې کړې دي.

اجرائیه ریاست په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي عبدالله پرون د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره د هېواد په ګوټ ګوټ کې په روانو امنیتي تحولاتو او اوسني وضعیت بحث کړی دی.

اجرائیه ریاست د یادو خبرو زیات جزئیات نه‎دي رسنیز کړي.

په بیان کې د جنرال نېکلسن په حواله ویل شوي چې افغان ځواکونو په وروستیو کې د وسله‎والو مخالفینو پر ضد بریالي عملیات مخته وړي دي.

ښاغلي نېکلسن په داسې حال کې د افغان حکومت له اجرائیه رئیس سره وکتل چې دی تازه د ناټو د دفاع وزیرانو له هغې غونډې راستون شوی چې په‎کې افغانستان ته د شااوخوا درې زره نورو بهرنیو پوځیانو د استولو پرېکړه وشوه.