د کونړ امنیتي چارواکي تائیدوي چې پرون ماښام پر شلتن او شیګل ولسوالیو د هاوان مرمۍ توغول شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان جمعهګل همت د شپې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د ماښام له پنځه نیمو بجو د شلتن پر ځینو سرحدي سیمو د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.
هغه دا هم وویل چې تر شلتن مخکې په شیګل ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځیانو مرمۍ لګېدلي دي.
جمعهګل همت وویل، د پرونیو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نهشته، خو وړمه ورځ پر دانګام ولسوالۍ ۵۰ مرمۍ لګېدلې وې او یو کسیې ټپي کړی و.
د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار چارواکو تائید کړې چې د پاکستان لهخوا پر سرحدي سیمو له کلونو راهیسې د هاوان مرمۍ توغول کېږي.