دولت وزیري: پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره کوم کار نه‎دی کړی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که پاکستان اوسني دریځ ته دوام ورکړي افغان حکومت به په هغه هېواد کې له هرې ممکنې لارې د ترورېستانو له ځپلو ملاتړ وکړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون ازادي راډيو ته وویل، د امریکا د نوې پالېسۍ له اعلان راوروسته پاکستان د ترهګرو د ځپلو لپاره کوم کار نه‎دی کړی.

هغه ټینګار وکړ چې افغان حکومت تر خپل حده له پاکستانه غواړي چې ترورېستان وځپي او که دا هېواد بیا هم له ترورېستانو ملاتړ کوي افغانستان د امریکا او نړیوالې ټولنې د فشارونو په سبب د ترهګرو د ځپلو غوښتونکی دی.

د افغانستان دفاعي چارواکو وروسته له هغه دا خبره وکړه چې مشر امریکايي څېړونکي مایکل کوګلمن ویلي، له دې چې پاکستان د امریکا هدفونه نه‎شي پوره کولای ممکن دا هېواد په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې په ترهګرو د بې‌پیلوته الوتکو بریدونه وکړي.