عمري: په ارزګان کې ماین چاودنې د عامه نظم یو سرتېری وژلی

د ارزګان ولایت سیمه ییز چاروکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې ماین چاودنې د عامه نظم یو سرتېری وژلی او درې نور پولیس یې ټپیان کړي دي.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن یکشنبه ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې پېښه نن ماسپښین ۱بجه د ترینکوټ په چلمګر سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې یا د ماین د وسله والو طالبالخوا ښخ کړل شوی و.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.