د هرات د کرنې او مالدارۍ رئیس وایي، د تېرکال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د زعفرانو په کښت او تولید کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
عبدالصبور رحماني نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دوی تمه لري چې د سږکال تر پایه څه باندې ۸ ټنه زعفران لاس ته راوړي چې دا رقم تېرکال ۶ ټنه و.
ښاغلي رحماني وویل چې سږکال په دغه ولایت کې په ۳ نیم زره هکتاره ځمکه کې زعفران کرل شوي دي.
تېرکال د هرات زعفران اروپايي هېوادونو، هند، امریکا او سنګاپور ته صادر شوي وو.