د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي په مشرۍ، یو شمېر افغان پانګوال ترکمنستان ته ولاړل.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پلاوی او پانګوال د ریکا په دوه ورځني کنفرانس کې ګډون کوي.
ښاغلی پسرلی وايي چې افغان پانګوال به د شته سوداګرېزو فرصتونو او د منځنۍ اسیا سره د ترانزیټي ستونزو په اړه، د غونډې ګډون والو ته معلومات ورکړي.
ښاغلي پسرلي وویل:
"تمه لرو چې دغه اقتصادي ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي او د لویو پروژو د تطبیق لپاره یو ښه پیل اوسي."
د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو یا ریکا اووم نړیوال کنفرانس د روان ميلادي کال د نوامبر له ۱۴مې تر ۱۷ مې په عشق اباد کې پېلېږي.