عراقي ځواکونو یو ښار او څو کلي له داعش ډلې بېرته ونیول

عراقي ځواکونو د شنبې په ورځ یو ښار او څو کلي د اسلامي دولت ډلې له سخت دریځو بېرته ونیول، خو په همدې ورځ د سوریې فعالانو د داعش له خوا د ابوکمال ښار د بېرته نیول کېدو خبر ورکړ.

د عراقي ځواکونو قوماندان عبدالامیر یارالله وویل، رمانه ښار او ۱۰ نور نېږدې کلي د شنبې په ورځ د داعش له کنټروله ووتل.

هغه وویل، رمانه چې د فرات سیند په شمال کې پروت دی، په عراق کې د اسلامي دولت ډلې ترکنټرول لاندې د وروستیو ځایونو د ازادولو لپاره د پراخو تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې، بېرته ونیول شو.
په عین حال کې د سوریې د بشري حقونو فعالان بیا د داعش له خوا د سوریې د سرحدي ښار ابوکمال د بېرته نیولو خبره کوي.

په لندن کې مېشتې د سوریې د بشري حقونو د څارنې د ډلې مشر رامي عبدالرحمن وویل چې د سوریې حکومتي ځواکونه او متحدین یې اوس د دې ښار په شااوخوا دوه کیلومترۍ کې دي.