د ایران د بهرنیو چارو وزارت له هغې وروسته چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون سیمې ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې دا مهمه ده چې د توغندیو د پروګرام پرسر د ایران په وړاندې کلک پاتې شو، ویلي چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي موافقه د بحث وړ نه ده.
د ایران نیمه رسمي خبري اژانس مهر د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي چې موږ په څو فرصتونو کې د فرانسې مشرانو ته ویلي چې د ایران پر اټمي تړون خبرې اترې نه شي کېدای او په متن کې یې نور مواد نه شي اضافه کېدای.
بهرامي دغه راز ویلي چې فرانسه د ایران د دفاعي چارو په برخه کې زموږ د هېواد په کلک دریځ ښه پوهه ده چې پرهغو خبرې اترې نه شي کېدای.
خلیج ته د فرانسې ولسمشر د سفر پرمهال څو ورځې مخکې پر سعودي عربستان د یمن د حوثي ملېشو له خوا د لېرې واټن ویشتونکو توغندیو د توغولو ملامتي، پر ایران واچوله.
مکرون وویل، دغه اقدام د دې اړتیا په ډاګه کوي چې له تهران سره د توغندیو د پروګرام پرسر خبرې اترې وشي، خو نوموړي له دې سره سره زیاته کړه چې فرانسه له ایران سره تاریخي اټمي تړون ته چې له مخې یې د دې هېواد د اټومي فعالیتونو د محدودېدو په بدل کې پر تهران بندیزونه لېرې کېږي، ژمنه ده.