بحرین: د انابیب د تېلو پر نل لیکې حملې له ایران سره تړاو درلود

بحرین وايي، هغو وسله والو چې د نومبر په ۱۰ مه د ابوسعفه د تېلو په تاسیساتو کې د "انابیب" په نوم د تېلو پر نل لیکه حمله کړې وه ، له ایران سره تړاو درلود.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي چې دا یو خطرناک ترورېستي عمل و.

په بیان کېلیکل شوي چې په وروستیو کې په دې هېواد کې ټول ترورېستي فعالیتونه د ایران د مخامخ لارښوونې او اړیکو په مرسته شوې دي.

تهران په دې اړه تبصره نه ده کړې.

به بحرین کې د وروستۍ حملې مسؤلیت چا نه دی اخېستی.

بحرین د ابوسعفه د تېلو پر تاسیساتو چې په ورځ کې ۲۳۰ زره بېرله تېل ورکوي، تکیه کوي.

په دې سیمه کې د جمعې په شپه د چاودنې له امله د بوري په نوم یوه کلي کې اور لګېدلی او په نېږدې سیمو کې ودانۍ تخریب شوې دي.