پوتین: پر "ار. ټي" ټلوېزیون د امریکا فشارونو ته به ورته ځواب ورکړي

د روسیې ولسمشر وايي، پر "ار. ټي" ټلوېزیون د امریکا فشارونو ته به ورته ځواب ورکړي.

پوتین وویل، د امریکا دا غوښتنه چې دغه ټلوېزیون باید د بهرني عامل په توګه ثبت شي، د روسیې پر مطبوعاتو برید ګڼي.

پوتین هغه طرحه چې د روسیې د پارلمان د استازو مجلس یا دوما وکیلان يې امریکا ته د ځواب ورکولو لپاره برابروي، له زیات شدته ډکه وبلله.

ولادیمیر پوتین پرون شنبه په ویتنام کې خبریالانو ته وویل:

"په دوما کې بحثونه ما پرون وکتل چې ښايي ډېر له خشمه ډک وي، خو دا طبیعي ده، ځکه د قانون جوړولو له برخې تل شدید قضاوتونه، وړاندیزونه او له شدته ډک غږونه اروېدل کېږي."

د روسیې ارټي ټلویزیون ویلي چې د امریکا عدليې وزارت تر دوشنبې مهلت ورکړی چې په امریکا کې "د بهرني عامل، د بهرني دولت د استازو اېجنټانو" تر قانونلاندې، یې نوم ثبت شي.

دې ټلوېزیوني شبکې چې د روسیې حکومت یې مالي ملاتړ کوي، ویلي چې د امریکا د عدلیې وزارت د دې اقدام پرضد په محکمې ته عرض وکړي.