په ننګرهار کې د زیتونو د پروسس فابریکه پرون شنبه بیا فعاله شوه.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زیتونو د باغونو د کمو حاصلاتو له امله، دا فابریکه په وروستیو ۳ کلونو کې له فعالیته لوېدلې وه.
په خبرپاڼه کې د زیتونو د پروسس د فابریکې د مشر محمدموسی عیسی زي په حواله ویل شوي چې سږکال ۱۲۰۰ ټنه زیتون د تېلو د تولید او ۳۵ټنه د اچار جوړولو لپاره برابر شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د ننګرهار د زیتونو د پروسس په فابریکه کې پخوا ۲۵۰۰ کسانو کار کاوه چې ۲۵ ښځې هم پکې وې، خو اوس یوازې ۶۰ تنه کارګر لري چې شپږ يې ښځې دي.
په ننګرهار کې دا فابریکه د روسیې په مالي مرسته جوړه شوې وه.