د نیمروز چارواکي پر ملي سوداګرو غږ کوي چې خپل مالونه د چابهار پر بندر ولېږدوي او د افغانستان له اقتصادي ودې سره زیاته مرسته وکړي.
د نیمروز والي محمدسمیع بېګا ازادي راډیو ته وویل، د سوداګرو او پانګوالو د هڅونې لپاره لارې، سرکونه او صنعتي ښارګوټي د جوړېدو په حال کې دي.
هغه له ملي سوداګرو وغوښتل چې تجارتي مالونه د چابهار بندر له لارې وارد کړي او د افغانستان له عمومي اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.
والي محمدسمیع وایي:
"د چابهار بندر نوی کار پېل شو، موږ سوداګر تشویقوو چې له دې لارې خپل مالونه را وارد او له دې ځايه صادر کړي، موږ له سترو پانګووالو سره خبرې کړي او ویلای شم چې د لسګونو ميلیونو ډالرو د پانګونې ژمنه یې راسره کړې ده."
د ایران له چابهار بندره د وارداتي موادو لومړۍ بسته پرون نیمروز ته ورسېده.
والي محمد سميع وویل، نيمروز به د سیمې د تجارتي مالونو په مهم وچ بندر بدل شي.