شمالي کوریا اسیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر جنګ پاروونکی وباله

شمالي کوریا نن شنبه اسیا ته د ولسمشر ټرمپ سفر جنګ پاروونکی وباله او ویې ویل چې دا سفر به یوازې پیونګ یانګ نور هم خپل اټمي پروګرام بشپړولو ته متعهد کړي.

ټرمپ په دې سفر کې هڅه وکړه چې د پیونګ یانګ د اټمي ارادو د کابو کولو لپاره ملاتړ راټول کړي او پر سیمه ییزو قوتونو یې ټینګار وکړ چې د شمالي کوریا د حکومت پر ضد یو موټی شي.

سیمې ته د ولسمشر ټرمپ د سفر په اړه د شمالي کوریا د یوه چارواکي د لومړنۍ تبصرې په توګه، د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند له خولې دولتي خبري اژانس ته ویلي چې دا د جګړې پاروونکی سفر د دې لپاره و چې شمالي کوریا سره د دې هېواد د ځان د دفاع په خاطر د اټمي تعهد له کبله مقابله وکړي.

ټرمپ درې ورځې مخکې د جنوبي کوریا په پارلمان کې د وینا پر مهال پیونګ یانګ ته خبرداری ورکړ چې امریکا ته دې په کمه نه ګوري او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ته یې د اټمي پروګرام څخه د لاس په سر کېدو په بدل کې، د بهتره راتلونکې وړاندیز وکړ.

خو نن د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت وویل، د ولسمشر ټرمپ خبرداری په اټمي برخه کې زموږ د پرمختګ مخه نه شي نیولای، بلکې لا موږ اړ کوي چې د خپل دولت د اټمي ځواک د پشپړتیا لپاره هڅې چټکې کړو.