پکتیا کې د نجیب احمدزي په ملاتړ غونډه وشوه

د پکتيا قومي مشرانو او مدني فعالانو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې څخه د ټاکنو په خلپواک کمېسيون کې د مداخلو د بندېدو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که د ټاکنو د خپلواک کمېسيون پر مشر نجيب احمدزي سياسي فشارونه د حکومت له داخله واردېږي، د رڼو او شفافو ټاکنو په هدف به موږ ولسونه د نوموړي ترشاه ودرېږو.

دوی وويل، احمدزی دغه موقف ته د خپلې وړتيا له مخې راغلی او تر هغه چې رڼې او شفافې ټاکنې يې نه وي ترسره کړي، ده ته به اجازه ورنه کړي چې د سياسي فشارونو پر اساس استعفا ورکړي.

د دوی په خبره، د پکتيا قومي مخورو او مدني فعالانو خبرداری ورکړ چې که په حکومت کې هره ډله ټپله د ټاکنو د کمېسيون پر مشر نجيب احمدزي فشارونه واردوي، دوی به يې د مخنيوي لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

دوی زیاته کړه چې د پکتيا ټول مدني فعالان، قومي مشران او ولس به د نجيب احمدزي تر شا تر هغه ودرېږي چې حکومت پرې د استعفا لاملونه ولس ته په ډاګه کړي نه وي.

دا خبري غونډه په داسې مهال جوړېږي چې له تېرو څو ورځو راهيسې په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د مشر نجيب احمدزي د استعفا په اړه خبرې کېږي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نجيب احمدزي ازادي راډيو ته دغه خبرې اوازې وګڼلې او ويې ويل چې دی د شفافو ټاکنو ترسره کېدو لپاره ژمن دی او هېڅ ډول سياسي فشار په ځان نه مني.