د کرنې وزارت: د هند مرسته شوي ۲۷۶ ټنه غنم افغانستان ته راورسېدل

د چابهار بندر له لارې د لومړي ځل لپاره، د هند مرسته شوي ۲۷۶ ټنه غنم نن شنبه افغانستان ته راورسېدل.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه بندر له لارې، د یاد هېواد مرسته شوي ۱۱۰ زره ټنه نور غنم هم هېواد ته را ورسېږي.

ښاغلی راشد وایي، دغه غنم د ۱۷ ولایتونو د غنمو په ستراتیژیکو زېرمو کې خوندي کېږي چې په بېړنیو حالاتو کې به ورنه استفاده وشي.

د معلوماتو له مخې، د افغانستان په کچه د غنمو دغه زېرمې د څه باندې ۲ لکو ۴۷ زره ټنو غنمو د ساتلو ظرفیت لري.