د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې نن سهار د یوه ځان وژونکي برید مخه ونیول شوه.
د هلمند د ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر وايي د ناوې ولسوالۍ په شور شورک سیمه کې د ملي اردو یوې قرارګاه ته څېرمه ځانمرګي کې ۲ سرتېري ټپیان شوي دي.
د دغه دفتر نه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید د هاموي ټانک په واسطه ترسره شوی دی، خو هدف ته له رسېدلو مخکې پېژندل شوی او ډزي ورباندي شوي دي.
ویل کېږي د ټپي سرتېرو حالت ښه دی.
د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.
تېره ورځ هم سهار مهال د لښکرګاه په دریمه امنیتي حوزه بولان کې په یوه مازدا موټر بم برید کې ۱ سرتېري وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان و.
د تېري ورځې برید پړه هم وسله والو طالبانو اخستې وه.