د پکتیا ولایت په وازه ځدراڼ ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد پوځي عملیات پیل شوی دي.
د پکتیا د والي ویاند عبد الله حسرت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل دا عملیات د جمعې په ورځ پیل شول.
نوموړي وویل د دې پراخو پوځي عملیاتو لمن به د پکتیا ولایت ټولو نا امنو سیمو ته وغځول شي.