روسیه وايي په دې هېواد کې امریکايي رسنۍ په نښه کوي

روسيه وايي، د یوه نوي قانون په تصویبولو سره به له راتلونکې اوونۍ څخه په دې هېواد کې امریکايي رسنۍ په نښه کېږي.

د روسيې د پارلمان یا دوما مشر ویچیسلاف ولودین د جمعې په ورځ وویل دا نوی قانون به په روسیه کې د بهرنیو اجنټانو په اړه اوسنی قانون پراخ کړي او بهرني مطبوعات به هم په کې شامل شي.

روسيې مقامات وايي، دا نوي بدلونونه ښايي پر فسبوک او ټویټر ټولنیزو شبکو هم اغېز وکړي.

تر دې یوه ورځ مخکې د روسيې ار ټې یا رشیا ټوډې تلوېزیون وویل چې د امریکا د عدلې وزارت ورته د نومبر تر ۱۳ وخت ورکړی دی چې ځان د بهرني اجنټ د قانون په چوکاټ کې راجسټر کړي.

که چېرته دا تلوېزیوني چینل ددغه قانون په چوکاټ کې راجسټر نشي نو په متحده ایالاتو کې يې خپرونې بندېږي او د شکایت په صورت کې به دا چینل اړ وي چې د خپلو کارکونکو په شمول شخصي معلومات امریکايي چارواکو ته ورکړي.