د امریکا ځانګړی څارنوال ترکیې ته د ګولین سپارلو دسیسه څېړي

د امریکا ځانګړی څارنوال روبرټ میلر د هغې دسیسې په اړه پلټنه کوي چې له مخې يې د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مایکل فلین د پیسو په بدل کې ترکيې ته د دغه هېواد د مخالف فتح الله ګولین پر سپارلو موافقه کړې وه.

والستریت ژورنال د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې فلین او د هغه زوی په ۲۰۱۶ کال کې هغه مهال چې نوموړی د ولسمشر ټرمپ د انتقالي ادارې غړی و، له ترکيې چارواکو سره د پیسو په بدل کې د ګولین د سپارلو موضوع یاده کړې وه.

د والستریت ژورنال د خبر له مخې ویل کېږي چې ترکيې ته د ګولین د سپارلو لپاره په ۱۵ میلیونه ډالر خبره شوې وه.

ترکیه پر فتح الله ګولین تور پورې کوي چې د تېر مېلادي کال په جولای میاشت کې يې د رجب طیب اردوغان د حکومت پر ضد د ناکامه پوځي کودتا ترشاه و.

د ګولین د دسیسې په اړه د څارنوال میلر دا تحقیقات د پلټنو د هغې لړۍ برخه ده چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې په اړه پیل شوي دي.

مایکل فلین د ولسمشر ټرمپ د انتقالي دورې پر مهال یوازې د ۲۴ ورځو لپاره د نوموړي د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار وکړ او وروستي له هغې استعفې ته اړ شو چې په واشنګټن کې يې د روسيې له سفیر سره د خپلو کتنو په اړه سپینې مانۍ ته ناسم معلومات ورکړل.