ټرمپ: د سوداګرۍ له اصولو او قوانینو سرغړونه نور نه شم زغملای

د امریکا د متحدوایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسیا پسفیک هېوادونو په سرمشریزه کې ویلي چې د سوداګرۍ له اصولو او قوانینو سرغړونه نور نه شي زغملای او د منصفانه او مساویانه تجارت پر پاليسیو يې ټینګار کړی دی.

ټرمپ نن د اسیا پسفیک د همکاریو "اېپک" سازمان غونډې ته وویل:

"تر دې ورځې وروسته به موږ منصفانه او مساوي رقابت کوو. موږ نور اجازه نه شو ورکولای چې د امریکا له متحدو ایالاتو سو استفاده وشي. زه به تل امریکایانو ته اولویت ورکوم، هغسې چې فکر کوم تاسو چې دلته ناست یاست، خپل ولسونه لومړي ګڼي."

له چین او جاپان سره د امریکا تجارات په غیرمتناسب حالت کې دی.

ولسمشر ټرمپ په خپل ۱۱ ورځني اسیايي سفر کې دواړو هېوادونوته ورغی.

ټرمپ له اسیايي هېوادونو سره په تجارت کې د تناسب رامنځ ته کول، د امریکايي کارګرو د کارونو او حقونو خوندي کول د خپل سیاست "امریکا تر نورو مخکې" اساسي برخه ګڼي.