موګیریني: د اټمي موافقې د عملي کېدو هڅې جاري ساتو

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني وايي، اتحادیه به د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اټمي موافقې د ټولو اړخونو د عملي کېدو د ډاډ ترلاسه کولو هڅې جاري وساتي.

موګریني نن د ازبکستان په سمرقند ښار کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره موافقه د اروپايي اتحاديې او نړیوالې ټولنې د ګڼ اړخېز سیاست لوی بری دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر تېره میاشت تائید نه کړه چې ایران له موافقې سره سم خپل مسؤلیتونه ترسره کړي دي.

خو نړیوالو څارونکو تائید کړه چې ایران د موافقې له موادو سره سم کار کړی دی.