مټېس: امریکا او ناټو سلا شوي چې روسیې له مهم تړونه سرغړاوی کړی

د امریکا د دفاع وزیر وايي، د ناټو د تړون غړیو هېوادونو د دفاع وزیران په دې موافق شوي دي چې روسیې د اټمي وسلو د کنټرول له مهم تړون سرغړاوی کړی او پر هغو لارو چارو یې خبرې کړي چې په نتیجه کې یې مسکو بېرته دا تړون عملي کړي.

جېمز مټېس پرون پنجشنبې په بروکسل کې خبریالانو ته وویل، په دې خبرو اترو کې د روسیې پر هغه سرغړاوي بحث شامل و چې د منځني واټن د اټمي ځواک له تړون څخه دی او همدارنګه په هغو ګډو هڅو خبرې وشوې څو روسیه بېرته دا تړون عملي کړي.

مټېس وویل، دا ډېره ضروري ده چې د وسلو د کنټرول د تړون په اړه اعتماد وساتل شي.

د وسلو د کنټرول دا تړون چې د INF په نوم یادېږي په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی دی او د روسیې او امریکا د اټمي وسلو د کنټرول بنسټ ګڼل کېږي.

روسیې د امریکا دا تور رد کړی دی او ویلي یې دي، په رومانیا او پولنډ کې د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم نصبول د دې تړون څخه سرغړاوی دی، هغه څه واشنګټن رد کړي دي.