د بغلان ولایت پولیسو ۱۰۲کیلو ګرامه تریاک ونیول.
د بغلان امنیه قوماندان جنرال اکرام الدین سریع د دوشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د کیلهګي په سیمه کې ۱۰۲ کیلو ګرامه تاریاک نیولي دي.
ښاغلي سریع زیاته کړه:
"۱۰۲ کیلو ګرامه تریاک مو ونیول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوی وو. قاچاق کوونکي تښتېدلي او په دې اړه څوک نهدي نیول شوي."