ولسمشر غني عربي اماراتو ته له سفر وروسته هېواد ته راستون شو

ولسمشر اشرف غني متحده عربي اماراتو ته له سفر وروسته تېر ماښام هېواد ته راستون شو.

ښاغلی غني د دې یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د ابوظبي د لوور موزیم د پرانېستو په مراسمو کې پر ګډون سربېره د اماراتو له جګپوړو چارواکو سره د دوه اړخېزو همکاریو پر پراختیا او امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ولسمشر پرون په ابوظبي کې له یو شمېر افغان سوداګرو او قومي مشرانو سره هم وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي چې دې سوداګرو د انرژۍ او برېښنا د تولید، د کثافاتو د پروسس، ترانسپورت او صادراتو په برخو کې په افغانستان کې پانګونو ته چمتووالی وښود.

د سوداګرو استازو همدا راز کابل ته د الوتنو په ګډون د خپلو ستونزو په اړه هم ولسمشر ته معلومات ورکړل.

د ارګ خبرپاڼه د ولسمشر غني له قوله لیکي چې د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتنو ستونزه به په اساسي توګه حل شي او کار یې روان دی.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر پر سوداګرو غږ وکړ چې د پانګونې په برخه کې خپلې طرحې د جمهوري ریاست اقتصادي مشاوریت او د اقتصاد عالي شورا ته وسپاري.