ټېلرسن: تر اوسه د ټرمپ او پوتین د لیدنې پرېکړه نه‌ده شوې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن وایي، تر اوسه داسې پرېکړه نه‌ده شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ روانه اوونۍ په یوه اسیایي اقتصادي سرمشریزه کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.

د ټېلرسن څرګندونې وروسته له هغه شوي چې ولسمشر پوتین ته یوه نږدې لوړپوړي کس نن ویلي وو چې ښایي دواړه مشران د نومبر پر لسمه سره وګوري.

یوري یوشاکوف ویلي چې په ویتنام کې د اسیا پاسیفیک اقتصادي همکاریو یا اوپیک سرمشریزې په څنډو کې د دواړو مشرانو پر لیدو موافقه شوې ده.

یوشاکوف ویلي ډېر امکان لري دا لیدنه د نومبر پر لسمه وشي.

د امریکا او روسیې اړیکې د ځینو موضوعاتو لکه د اوکراین پر خاوره د مسکو د یرغل او هم د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې له کبله خرابې شوې دي.