ټرمپ یو ځل بیا د افغانستان د ثبات لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر یو ځل بیا د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې لپاره د ګډ کار ژمنه وکړه.

ډونالد ټرمپ چې نن‌یې په پیکنګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره تر خبرو وروسته یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، په ګډ کار سره به د تندلارو اسلام‌پالو ترورېستانو مخه ونیسو.

ښاغلی ټرمپ زیاتوي:

"ولسمشر شي او ما دغه‌راز ژمنه وکړه چې د افغانستان د سوله‌ییزې راتلونکې لپاره کار وکړو، ترورېستان د ټول بشریت لپاره یو ګواښ دی او موږ به د افراطي اسلام‌پاله ترورېزم مخه نیسو."

د امریکا ولسمشر چې په ۱۲ ورځني سفر اسیایي هېوادونو ته تللی دی، د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد.

امریکا او چین دواړه د افغانستان د سولې په څلور اړخیزو خبرو کې مهم رول لوبوي.

د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزو غونډو شپږمه ناسته څه موده وړاندې د عمان په پلازمېنه مسقط کې تر ډېر ځنډ وروسته جوړه شوه.

افغان حکومت دغه ناستې د پاکستان له لوري د ژمنو د نه‌عملي کېدو په غبرګون کې ځنډولې وې.