قوقندي: د هند د غنمو لومړۍ محموله نن افغانستان ته رارسېږي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د هند د مرستو شویو غنمو لومړنۍ محموله به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېږي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دغه غنم به په جابهار بندر کې تخلیه شي چې له یو لک او لس زره ټنو نه ۱۵۰۰۰ ټنه‌یې بارګیري شوي دي.

ښاغلی قوقندي زیاتوي:

"ان‌شاءالله د هند د غنمو محموله به تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو پورې یا تر هغې زیات د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېږي او موږ به‌یې د هېواد په خاوره کې دننه د هرکلي شاهدان و."

د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو وزارتونو تېره اوونۍ د چابهار بندر له لارې دغه چاره رسماً پرانیستله.