په مسکو کې یوې محکمې د حکومت د یوه سیاسي مخالف الکسي ناوالني دعوا چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د ادارې پر وړاندې یې کړې وه، رد کړه.
په ناوالني پورې اړوند د فساد ضد د یوې ټولنې وکیل ایوان ژدانوف پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د تویر سیمې د محکمې د پرېکړې په اړه استېناف طلبه شي.
الکسي ناوالني د نومبر په لومړۍ نېټه ویلي و چې د ولسمشر پوتین او د ادارې پر وړاندې بهیې یو قانوني اقدام وکړي.
ناوالني کرملېن تورن کړی چې په ۲۰۱۸ کال کې د دغه هېواد د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د ده د نوماندۍ د کمپاین په وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.
پوتین چې له ۱۸ کلونو راهیسې یا د ولسمشر او یا د صدراعظم په توګه په روسیه کې واکمن دی، تر اوسه د راتلونکو انتخاباتو لپاره خپله نوماندي نهده اعلان کړې.