د ملګرو ملتونو سازمان اندیښنه لري چې د اوکراین په ختیځ کې ډونتسک سیمې ته نږدې د اوبو د زېرمو په شااوخوا کې د جګړو ډېرېدل به د کلورین ګازو د خورېدو له کبله یو انساني ناورین رامنځته کړي.
د دغه سازمان د بشري چارو همغږي کوونکي نیل واکر پرون په اوکراین کې وویل، په وروستیو ورځو کې د تماس لیکې دواړو لورو ته د اوبو د تصفیې دوه دستګاوې بمبار شوې دي.
د تماس لیکه هغه سیمه ده چې د اوکراین د حکومت تر واک لاندې او د بېلتون غوښتونکو په واک کې سیمې سره بېلوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ویلي چې د دغو دستګاوو څخه د کلورین خطرناکه ګاز د احتمالي خورېدو له کبله ژوره اندېښنه لري.
د دغه سازمان په وینا که د ۹۰۰ کېلو ګرامه ګازو یوه زېرمه په نښه شي، په ۲۰۰ مترۍ کې بهیې خلک ترې اغېزمن شي.
د اوکراین د حکومتي ځواکونو او روس پلوه بېلتون غوښتونکو ترمنځ جګړې د ۲۰۱۴ کال له اپرېله پیل شوې دي او تر ۱۰ زره ډېر کسان پهکې وژل شوي دي.