د غور ولايت محلي چارواکي وايي، وسلهوالو طالبانو د غور-هرات پر لويه لار د خوړو نړيوال سازمان اړوند په غذايي موادو بار شپږ بار وړونکي موټر له ځان سره بیولي دي.
د والي وياند عبدالحى خطيبي دا خبر تائيدوي او وايي، په دغو موټرو کې هغه غذايي مواد بار وو چې د غور په مرکز کې بېځايه شويو کورنيو ته لېږدول کېدل.
ده وويل، دغه موټر د شهرک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملا مصطفى او ملا محسن په نوم د غير مسؤله وسلهوالو د هغو دوو قوماندانو تر ولکې لاندې سيمه کې بیول شوي چې اوس له وسلهوالو طالبانو سره ملګري شوي دي.
تر اوسه د موټر چلوونکو د برخليک په باب څه نهدي ويل شوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د دوی دوه موټره مرستې بیول شوي دي.
ښاغلی اماني زیاتوي چې موټر هم د دوی په ادارې پوړې اړه نهلري او قراردادي موټر دي.
تر اوسه کومې ډلې په دې اړه نظر نهدی څرګند کړی.