د افغانستان په جنوب لوېديځ کې د ملي اردو مسؤلان وايي، په ارزګان ولايت کې د پوځي عملياتو له کبله ٥ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر نن سهار په يوه اعلاميه کې وويل، د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې د دغو عملياتو له کبله ٣ نور وسلهوال ټپيان شوي هم دي.
په اعلاميه کې ويل شوي چې په کندهار او زابل کې بيا د پوځي عملياتو پر مهال ١٥ کړۍ ماينونه هم کشف او لهمنځه وړل شوي دي.
له څو اوونيو راهيسې په کندهار، ارزګان او زابل کې د اتل په نوم پوځي عمليات روان دي.