د مصر ولسمشر عبدالفتاح السيسي وايي، د ايران او سعودي عربستان ترمنځ په اختلافاتو کې د سعودي عربستان ملاتړ کوي، خو دى وايي نهغواړي دا مخالفتونه د دواړو سيالانو ترمنځ په پوځي مقابله بدل شي.
السيسي پرون په شرمالشيخ کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل، هېواد يې د خپلو سعودي وروڼو ملاتړ کوي، خو هغه د دوو سيمهييزو قدرتونو ترمنځ د کړکېچ د کمېدو پر اهميت ټينګار وکړ.
د مصر ولسمشر وويل، د جنګ پلوي نهکوي ځکه بحرانونه د خبرو له لارې حلېداى شي.
د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان روانه اوونۍ ايران تورن کړ چې د يمن حوثي ياغيانو ته توغندي ورکوي، هغه دا کار د ايران د رژيم مستقيمه پوځي مداخله وبلله چې جنګي عمل هم ګڼل کېداى شي.
د ايران ولسمشر حسن روحاني پرون په دې تړاو وويل چې د ايران پر ضد دا ډول ګوتڅنډنې به هېڅ ګټه ونهکړي.