د پامیر د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال بابه جان د دغې پېښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې د بلخ ولایت یو قومي مشر حاجي غني وژل شوی او د هغه درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
ښاغلي بابه جان زیاته کړه چې د دغې حملې هدف ښاغلی حاجي غني و.
- پخواني معلومات
نن پنجشنبه سهار د مزار شریف په ښار کې یوه انتحاري حمله شوې.
د بلخ د پولیسو ویاند شیر جان دُراني ازادي راډيو ته وویل چې نن سهار شااوخوا ۰۷:۰۰ بجې د مزار شریف ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د روضې شریفې جنوبي لور ته یوه انتحاري حمله شوې ده.
دی وايي چې سیمه د پولیسو لهخوا کلابنده شوې ده او په دې اړه څېړنې روانې دي.
د لومړۍ حوزې یوه چارواکي چې نهیې غوښتل نومیې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په دغې انتحاري حمله کې ۳ تنه وژل شوي او ۲ تنه ټپیان دي.
دغه سرچینه زیاتوي چې د دغې حملې هدف په دغې سیمه کې د منصور په نوم یو هوټل و او د یوه ځان وژونکي لهخوا ترسره شوې ده.
تر اوسه د دغې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
جزئیات وروسته ...